د مهسا امیني د وژنې ۴۰ ورځې پوره کېدل؛ یو شمېر خلک یې قبر ته ورغلي

د ایران په سقز کې د مهسا امیني قبر

نن یو شمېر ایرانیان د مهسا امیني د څلوېښتۍ د پوره کېدو په پار د هغې پر قبر راټول شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې د چارواکو له خوا د ځپونکو اقدامات سربېره په ټول هېواد کې اعتراضونه روان دي.

فعالانو ویلي، نن د اکټوبر ۲۶مه په لسګونو ښځو او نارینه وو د مهسا امیني په پلرني ټاټوبي کردستان کې په هغه هدیره کې راټول شوي وو چېرې چې د مهسا مړی خښ شوی دی.

د هه نګاو په نوم د بشري حقونو یوې ډلې داسې عکسونه خپاره کړي چې په کې د سقز په ښار کې د امنیتي سرتېرو زیاتوالی لیدل کېږي چې د راپورنو پر بنسټ دغه ښار ته د خلکو د ننوتلو مخه نیسي.

هه نګاو ویلي، د ایران د فوټبال ټیم دوه ستورو علي داعي او حمید لاک هم سقز ته سفر کړی و څو د څلوېښتۍ په دې مراسمو کې ګډون وکړي، خو د پولیسو لخوا مېلمستون ته وړل شوي او د پولیسو تر څار لاندې دي.

۲۲ کلنه مهسا امیني د سپټمبر په ۱۶مه په تهران کې د پولیسو په دري ورځني توقیف کې مړه شوه.

امیني د هغه څه له کبله چې ایراني چارواکو 'نامناسب' حجاب بللی و د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې وه.

چارواکو ویلي وو چې مهسا د زړه د حملې له امله مړه شوې ده.

د هغې مرګ د ایران په ټولو ښارونو کې د دولت ضد پراخو اعتراضونو سبب شو چې ایراني چارواکو یې پر ضد ځپونکي اقدامات وکړل.

د ناروي په اوسلو کې د ایران د بشري حقونو یوې ډلې ویلي چې په دې اعتراضونو کې لږ تر لږ ۲۱۵ تنه وژل شوي چې ۲۷ نور يې ماشومان دي.