د اټومي وسلو د احتمالي کارونې له امله بايډن روسيې ته خبرداری ورکړی

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن روسیې ته په اوکراین کې د تکتیکي اټومي وسلو د احتمالي کارولو په اړه خبرداری ورکړی.

نوموړي ویلي یې دي چې دا به د روسیې خورا لویه تېروتنه وي.

امریکا دا خبرداری وروسته له هغه ورکوي چې روسیې ادعا وکړه چې اوکراین په خپل قلمرو کې د ککړ بم په نوم د یوه ډول اټومي وسلې کارولو ته د تیارۍ په حال کې دی.

اوکراین د مسکو دا ادعا رد کړې ده.