د پوځي کودتا لومړۍ کليزې په مناسبت سوډان کې زرګونه خلکو لاريون وکړ

ارشيف

د سوډان په زرګونو وګړو په دغه هېواد کې د پوځي کودتا د لومړۍ کلیزې په مناسبت، پرون سې شنبه د پلازمېنې خرطوم پر لارو او سړکونو لاریون وکړ.

د تېر کال پوځي کودتا په سوډان کې د لنډمهالي ډیموکراتیک انتقال د زوال سبب شوه.

پر ټولنیزو شبکو د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، مظاهره چیانو په داسې حال کې چې بیرغونه او ډولونه یې له ځانونو سره لېږدول، شعارونه ورکول.

د دوی ګڼ شمېر یې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته راټول شول، چې امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

تر اوسه د تاوتریخوالي راپور نه‌دی ورکړل شوی.

د شبکو د یوه انلاین څارونکي بنسټ نیټ بلاکز (netblocks) په وینا، په ټول سوډان کې پر دې مهال انټرنټي خدمات بند وو.

پوځ په سوډان کې پر قدرت د ولکې له ټینګولو وروسته ډیموکراسۍ پلوه لاریونونه وځپل چې د راپورونو له مخې شا و خوا ۱۱۸ مظاهره چیان یې په نتیجه کې ووژل شول.