د کرېکټ په نړيوال جام کې نن افغان کرېکټ لوبډله له نيوزيلنډ سره مخامخ کېږي

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي- ارشيف

افغانان د نیوزیلنډ په وړاندې د کرېکټ په نننۍ مسابقه کې د ملي ټیم له لوبغاړو ډول- ډول تمې لري.

ټاکل شوې افغانستان نن غرمه د کابل پر وخت دوولس نیمې بجې په ملبورن کې د نیوزیلنډ په وړاندې د مسابقې ډګر ته ووځي.

دا د دواړو هېوادونو دویمه رسمي مسابقه ده.

ځینو افغانانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله وښوده، چې د کرېکټ ملي ټیم به نن وکړای شي، ښه وځلېږي.

"غوښتنه مو دا ده چې د کرېکټ ملي ټیم ښه لوبه وکړي."

د کابل اوسېدونکي او د کرېکټ ملي ټیم یوه مینه‌وال، حبیب ازادي راډیو ته وویل: "غوښتنه مو دا ده چې د کرېکټ ملي ټیم ښه لوبه وکړي. یوه ښه نتیجه ترلاسه کړي، چې خلکو ته خوښي په برخه شي."

د کابل بل اوسېدونکی احمد منصور بیا هیله من دی، چې د کرېکټ ملي لوبډله ښې لاسته راوړنې ولري.

نوموړی وايي: "له کرېکټ لوبغاړو هیله ده لوبډله مو یوه لاسته راوړنه ولري. دغه مسابقه هم وګټي."

ارشيف

افغانستان په خپله لومړۍ رسمي مسابقه کې چې د انګلستان په وړاندې وه، بریا خپله نه‌کړه، نیوزیلنډ بیا توانېدلی چی کوربه هېواد اسټرالیا ته ماتې ورکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ټینګار کوي، چې د افغانستان ملي لوبډله د نیوزیلنډ په وړاندې د بریا لپاره هر ډول چمتووالی لري.

د دغه بورډ ویاند فرید هوتک تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "افغان لوبغاړو د دې لوبې لپاره پوره چمتووالی لري. هیله ده چې په دې لوبه کې ښه پایله ولري."

فريد هوتک

بل‌خوا خبریال او د کرېکټ مبصر واصل وصال د افغانستان او نیوزیلنډ د نننۍ لوبې په اړه ازادي راډیو ته څرګنده کړه: "که د افغانستان او نیوزیلنډ د کرېکټ لوبډلې پرتله کړو، ویلی شو چې له نیوزیلنډ څخه به د لوبې ګټل اسانه نه وي، خو ناممکن هم نه‌دي، اسانه به ځکه نه وي، چې نیوزیلنډ پیاوړې لوبډله ده، هغوی په لومړۍ لوبه کې د اسټرالیا په وړاندې ثابته کړه، چې یوه له غوره لوبډلو ده."

"که د افغانستان او نیوزیلنډ د کرېکټ لوبډلې پرتله کړو، ویلی شو چې له نیوزیلنډ څخه به د لوبې ګټل اسانه نه وي"

د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم د قوت ټکی د راشد خان، مجیب الرحمن او محمد نبي په څېر پېژندل شوي توپ اچوونکي دي، چې لوبې یې په نړیوالو مسابقو کې هم ستایل شوې دي.

په پام کې ده، د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم د ۲۰۲۲م کال د شلو اوورونو نړیوالو جام سیالیو په لړ کې را روانه جمعه د ایرلنډ، را روانه سې شنبه د سرېلانکا او بیا وروسته له اسټرالیا سره مخامخ شي.