اوکراین کې د روسیې ځواکونو پر ضد د یوه 'ککړ بم' د جوړولو ادعا رد شوه

اوکرایني ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې

اوکراین او لوېدیځو متحدینو د مسکو هغه ادعا په کلکه رد کړه چې ګواکې کییف د روسیې ځواکونو پر ضد د یوه 'ککړ بم' د جوړولو هڅه کوي.

ککړ بم که څه هم غیر اټومي دی، خو له دې چې چاپېریال په راډیو اکټیف موادو ککړوي په اټومي وسلو کې شمېرل کېږي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وویل چې اوکراین ته یې کارپوهان وربللي چې د دې هېواد له تاسیساتو څخه لیدنه وکړي او پخپله وګوري چې اوکراین د پټولو لپاره هېڅ شی نه لري.

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د ناټو په غړو هېوادونو کې له خپلو سیالانو سره په وروستیو ټیلیفوني خبرو کې ادعا کړې چې کییف په ښکاره د یوه ککړ بم د کارولو هڅه کوي.

امریکا، بریتانیا او فرانسې په یوه ګډه اعلامیه کې د مسکو دا ادعا بې اساسه بللې ده.