'ریشي سوناک' د بریتانیا د محافظه کار ګوند د مشرۍ سیالي وګټله

ریشي سوناک

د بریتانیا د ماليې پخوانی وزیر ریشي سوناک نن د محافظه کار ګوند د مشرۍ سیالي وګټله او په دې توګه تمه ده چې د دې هېواد راتلونکی صدراعظم شي.

هندي الاصله ریشي سوناک به چې د بریتانیا د محافظه کار ګوند د مشرۍ لپاره سیالۍ وګټله په نژدې دوو پېړیو کې د بریتانیا تر ټولو ځوان صدراعظم وي.

سوناک چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۵ کال کې د پارلمان غړیتوب ته غوره شو او د مالیې وزیر هم پاتې شوی دی، د محافظه کار ګوند د مشر په توګه له لیز تروس څخه د چارو واګي ترلاسه کوي او دا په داسې حال کې ده چې بریتانیا له سخت اقتصادي بحران څخه د تېرېدو په حال کې ده. مېرمن تروس له ۴۵ لانجمنو ورځو وروسته تېره اونۍ استعفا وکړه.

د دفاع پخوانۍ وزیرې پیني موردانت خپله ماتې ومنله او له سیالۍ ووتله.

سوناک په داسې حال کې چې برتانیا له اقتصادي ننګونو سره مخامخ ده او په نتیجه کې یې په تېرو څو میاشتو کې دوه صدراعظمان استعفا ته اړ شول په ګوند کې دننه تر ټولو ځواکمن کاندید و.

د هغه موقف وروسته له هغه نور هم پیاوړی شو چې پخوانی صدراعظم بوریس جانسن له سیالۍ څخه ووت.

بوریس جانسن

ریشي سوناک ته لومړی ځل هغه مهال چې دی په ۳۹ کلنې کې د مالیې وزیر شو پاملرنه واوښته.

هغه مهال جانسن صدراعظم و، او د کرونا وبا په بریتانیا کې خپره شوې وه، خو سوناک د میلیونونه وګړو لپاره چې د وبا له کبله په کورونو کې په قرنطین کې بند پاتې و، د مالي مرستې یو پروګرام جوړ کړ.

سوناک له غوره کېدو مخکې ژمنه کړې وه چې که د حکومت د جوړولو لپاره موظف شو نو یووالي، مسلکي چلند او حساب کتاب ورکولو ته به لومړیتوب ورکړي.

دا هغه څه دي چې بریتانیا په روان حالت کې سخته اړتیا ورته لري.

د ګوند د مشر په توګه غوره کېدل په دې معنا دي چې اوس به د بریتانیا پاچا درېیم چارلز له ده غواړي چې حکومت جوړ کړي او ښايي مخکینۍ صدراعظمه لیز تروس نن یا سبا د چارو واګي ده ته وسپاري.

سوناک چې له ۲۰۲۰ کال څخه د سږني کال تر دوبي د بریتانیا د مالیې وزیر و، د جانسن د مشرۍ پر وړاندې د اعتراض په توګه له دندې استعفا وکړه.