ایران کې د اسراییلو استخباراتو سره د اړیکو په تور ۱۰ کسان نیول شوي

د ایران د قضایه قوې بیرغ

ایران وايي، شاوخوا ۱۰ کسان یې نیولي چې د ادعا له مخې د ارتباطي کسانو په توګه یې د اسراییلو له استخباراتو یا موساد سره کار کاوه.

دغه کسان په اذریجان غربي ولایت کې نیول شوي دي.

د ایران قضایه قوې د دغو کسانو د نیول کېدو اعلان نن دوشنبه وکړ، خو د هغوی هویت په باب یې څه نه دي ویلي، دا یې هم نه دي په ډاګه کړې چې دغه کسان کله نیول شوي دي.

د ایران د قضایه قوې په خبره دغو کسانو د موساد د استخباراتي افسرانو تر مستقیمې لارښوونې لاندې د ایران امنیتي ځواکونه تثبیت کړي وو او غوښتل یې د دوی شخصي اطلاعات د تښتونو، ګواښلو او حتی وهل ټکولو له لارې افشا کړي.

اسراییلو په دې باب څه نه دي ویلي.