د برېتانيا د صدراعظمۍ ټاکنې؛ د هندي الاصله ريشي سوناک د ټاکل کېدو احتمال زيات دی

ریشي سوناک

برېتانیا پخوانی صدراعظم بوریس جانسن پرون- یکشنبې پر خپله پخوانۍ دنده د غوره کېدو له سیالۍ ووت او په دې توګه د هغه سیال د مالیې پخواني وزیر ۴۲ کلن ریشي سوناک ته لاره خلاصه شوه چې راتلونکی صدراعظم شي او امکان لري چې دا کار نن وشي.

د محافظه کار ګوند د اصولو له مخې که یو کاندید په یوازې ځان د دې ګوند د سلو وکیلانو ملاتړ ولري نو د صدراعظمۍ د څوکۍ لپاره نومول کېږي او که دوه کاندیدان انډول رایې وګټي نو بیا د ګوند غړي د جمعې په ورځ د راتلونکي صدراعظم د غوره کولو لپاره رایې ورکوي.

جانسن په خپلو پرونیو څرګندونو کې وویل چې، ۱۰۲ وکیلان یې ملاتړ کوي او دی کولای شي یو ځل بیا د صدراعظم په توګه غوره شي خو هغه زیاته کړه چې دی په دې کې پاتې راغی چې خپل دوه سیالان ریشي سوناک او پیني موردانت د ملي ګټو لپاره یووالي ته وهڅوي.

ریشي سوناک او د دفاع پخوانۍ وزیره پیني موردانت اوس یوازیني دوه کاندیدان دي.

ریشي سوناک او د دفاع پخوانۍ وزیره پیني موردانت اوس یوازیني دوه کاندیدان دي.

ویل کېږي، د جانسن یو شمېر پلویان ښايي د مېرمن موردانت چې ځان د یووالي استازې بولي ملاتړ وکړي خو د اوس لپاره زیات شمېر وکیلان د سوناک پر خوا دي.

د مېرمن موردانت کمپاین ته نژدې سرچینو ویلي چې دا ماتې نه مني او سیالۍ ته به دوام ورکړي ځکه د دوی په وینا دا کولای شي د محافظه کار ګوند دواړه برخې چې په دې مسئله کې درز په‌کې راغلی، سره یو ځای کړي.

بوریس جانسن په ۲۰۰۸ کال کې وروسته له دې چې د پلازمېنې لندن ښاروال شو، د برېتانیا په سیاسي ډګر کې راڅرګند شو او په ۲۰۱۶ کال کې له اروپايي ټولنې د برېتانیا د وتلو یا بریګزیت په سیمبول بدل شو.

د برېتانيا پخواني صدراعظم بوریس جانسن

هغه په ۲۰۱۹ کال کې انتخابات وګټل خو درې کاله وروسته د خپلو وزیرانو د مخالفت په نتیجه کې استعفا ته اړ شو.

ښاغلي سوناک پرون وویل، دی هیله من دی چې جانسن به په کور دننه او بهر عادي ژوند ته دوام ورکړي.

ریشي سوناک ته لومړی ځل هغه مهال چې دی په ۳۹ کلنې کې د مالیې وزیر شو پاملرنه واوښته.

هغه مهال جانسن صدراعظم و، او د کورونا وبا په برېتانیا کې خوره شوې وه خو سوناک د میلیونونه وګړو لپاره چې د وبا له کبله په کورونو کې په قرنطین کې بند پاتې و، د مالي مرستې یو پروګرام جوړ کړ.

سوناک که غوره شي، نو د برېتانیا لومړنی هندي الاصله صدراعظم به وي.