د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو له خپل امریکایي سیال لوید اسټن سره ټليفوني خبرې کړي دي.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې د مسکو لهخوا په اوکراین کې د جګړې احتمالي شدت ته اندېښنې ښودل کېږي.
د روسیې دفاع وزارت پرون یکشنبه یوه خبرپاڼه کې وویل، تېرو دریو ورځو کې دا دویم ځل دی چې دفاع وزیر یې له امریکایي سیال سره خبرې کوي.
خبرپاڼه کې راغلي چې شویګو له ترکي، برېتانیایي او فرانسوي سیالانو سره هم خبرې کړي دي.
د راپورونو له مخې، روسیه په اوکراین کې له پر لهپسې ماتې خوړولو وروسته اوس د جګړې د شدت په فکر کې ده، خو د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې دې مسلې ته اشاره نهده شوې.