په لاریونونو کې د محصلانو د نه ګډون په اړه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د نوي سرپرست وزیر وروستیو څرګندونو غبرګونونه پارولي او محصلان دا اقدام ناسم بولي.
د کابل پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې یوه محصله د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو د نوي سرپرست وروستیو په دې څرګندونو، چې محصلان دې په لاریونونو کې ګډون نه کوي انتقاد وکړ.
دغه محصله چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "د نړۍ په هر ځای کې انسانان کولای شي اعتراض وکړي، د هغه څه په وړاندې چې پر دوی تحمیل شوي او یا هم نه یې غواړي، خو موږ په داسې ملک کې ژوند کو چې هلته اصلاً ښه حکومتولي نه شته او د دوی ډېری ترهګریزې کړنې د دې لامل کېږي چې موږ له خپلو ټولو حقونو بې برخې پاتې شو."
د کابل پوهنتون یو بل محصل، چې دې هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي په دې اړه وویل: "دا سمه پریکړه نه ده. دا د هېواد د هر وګړي حق دی، نه یوازې محصلین بلکې د دې هېواد هر وګړی کولای شي له خپل حکومت نه غوښتنې ولري، خو دا حق اوس طالبانو د افغانستان له خلکو او محصلانو نه اخیستی دی."
دا غبرګونونه داسې مهال دي چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو نوي سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د شنبې په ورځ د خپلې معرفۍ په غونډه کې وویل، چې محصلان دې له تحصیل پرته نور فعالیتونو په ځانګړي ډول لاریونونو کې ونډه نه اخلي.
هغه ویلي: "ډېر وخت د ځینو ستونزو په خاطر چې رامنځته کېږي، له یوې خوا د لاریون غږ پورته کېږي له بلې خو یو بل غږ پورته کېږي، د دې زیانونه ډېر دي. هغه مسلمانان چې غواړي تعلیم وکړي، مسلکي شي، ظرفیتونه یې پورته لاړ شي او د خپل وطن لپاره خدمت وکړي، خو پنځه یا شپږ ورځې کېږي چې د دوی لپاره مزاحمت جوړېږي، دا بې باوري رامنځته کوي، همدارنګه درسي نظام ګډوډوي."
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت څه مودې مخکې د کابل پوهنتون د نجونو له لیلیې نه یو شمېر نجونې مقرارتو ته د پام نه کولو په تور له لیلې وویستلې.
دغو نجونو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې اوسمهال د استوګنې ځاى د نشتون له امله جدي ستونزو سره مخ دي.
په دې اړه نور: د کابل پوهنتون له لیلیې ایستل شوې محصلانې له ګڼو ستونزه سره مخ ديدغې مسئلې بیا ګڼ شمېر غبرګونونه هم له ځان سره درلودل.
د کابل پوهنتون مخکې ته يو شمېر محصلانو له دې امله اعتراض هم وکړ.
Your browser doesn’t support HTML5
څو نړیوالو سازمانونو په ځانګړي ډول د بخښنې نړیوال سازمان هم د افغان مېرمنو او نجونو په ځانګړي ډول د هغه نجونو په اړه چې د کابل پوهنتونو له لیلې ویستل شوي اندېښنه وښودله.
په دې اړه نور: د بشري حقونو سازمان د کابل پوهنتون لاريونو کوونکو نجونو د خونديتوب په اړه اندېښنه ښودلېدغه سازمان څو ورځې وړاندې په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي و، په داسې چاپېریال کې چې افغان نجونې له ګڼو محدویتونو لکه د تعلیم، تګ راتګ، کار او نورو اساسي حقونو محرومې پاتې دي د کابل پوهنتون د لیلیې نه د نجونو ویستلو په اړه د رسنیو راپورونه د اندېښنې وړ دي.