اسراییل د فلسطین د یوې افراطي ډلې د وتلي غړي په وژنه تورن شو

ارشیف: په نابلس ښار کې د یوې چاودنې له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

د فلسطین یوې افراطي ډلې اسراییل په لوېدیځه غاړه کې د هدفي وژنې په نتیجه کې د دې ډلې د یوه وتلي غړي په وژنه تورن کړ.

په داسې حال کې چې په سیمه کې کړکېچ اوج ته رسېدلی دغې فلسطینۍ ډلې د سخت ځوابي اقدام خبرداری ورکړی.

د عرین الاسود په نوم د ډلې مشر تامر کیلاني هغه وخت ووژل شو چې تېره شپه هغه ته نږدې په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی بمب وچاودېد.

دغه چاودنه په نابلس ښار کې وشوه، چې تقریباً هره ورځ په کې د فلسطیني جګړه غوښتونکو او اسراییلي ځواکونو ترمنځ شخړې کېږي.