د اوکراین د ولسمشر مېرمنه اولینا زلینسکا وايي، د هغې د محاصره شوي ملت وګړي د دوی د ژوند لپاره مبارزه کوي.
د اوکراین پوځیان د روسیې د یرغل په وړاندې په جګړه بوخت دي.
هغې پرون د جرمني په فرانکفورټ کې د کتابونو یوه نندارتون ته ویلي نه پوهېږي چې سبا یا بل سبا به څه پېښ شي.
د اوکراین د ولسمشر مېرمنه وايي، د هغې د معلوماتو له مخې وړمه شپه د اوکراین پر پلازمېنه د روسیې له خوا د توغندیو تازه حملې شوې دي.
پر اوکراین د روسیې غیرموجه یرغل سبا دوشنبه اتمې میاشتې ته رسېږي.