د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ سریلانکا ایرلنډ او هند پاکستان ته ماتې ورکړه

د هند او پاکستان ترمنځ د نننۍ لوبې یو انځور

په استرالیا کې د کرکټ د شلو اوورنو د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې نن هند وتوانېد پاکستان ته ماتې ورکړي.

نن په لومړۍ مسابقه کې سریلانکا ایرلنډ ته ماتې ورکړه.

افغانستان د دغو مسابقو په لړ کې پرون ونه توانېد د انګلستان په وړاندې بریا خپله کړي.

نیوزیلنډ بیا پرون وتوانېد کوربه استرالیا ته ماتې ورکړي.

د افغانستان بله مسابقه راروانه چهارشنبه د نیوزیلنډ پر وړاندې ده.