نن د افغانستان بانک ۱۱ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي

ارشیف

ټاکل شوې ده چې نن د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک ۱۱ میلیونه امریکایي ډالر په ازاد بازار کې لیلام کړي.

باختر اژانس پرون د دې مزایدې خبر په ټوېټر کې ورکړ.

په تېر څه باندې یوه کال کې چې طالبانو کابل نیولی دی، دوی نږدې هره اوونۍ د افغانۍ د ثبات لپاره ازاد بازار ته ډالر د لیلام لپاره وړاندې کوي.

د دې ډالرو سرچینه نه ده معلومه او طالبانو هم په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي چې دوی څرنګه ترلاسه کړې دي.