اسپانیا په بلغاریا او رمانیا کې جنګي الوتکې ځای پرځای کوي

ارشیف

اسپانیا اعلان وکړ چې ۱۴ جنګي جټ الوتکې به په بلغاریا او رومانیا کې ځای پرځای کړي.

اسپانیا د ناټو غړې ده او ناټو غواړي چې په خپلو ختیځو پولو کې د روسیې د تېري مخه ونیسي.

د اسپانیا دفاع وزارت پرون اعلان وکړ یو شمېر پوځیان هم د روزنې لپاره سیمې ته استوي.

وروسته تر دې چې د فبروري په ۲۴مه روسیې پر اوکراین برید وکړ ناټو په ختیځې اروپا کې د خپلو غړیو هېوادونو امنیت ته اندېښنه لري.