طالبان: د پکتیا په ځاځي اریوب کې د یوې چاودنې له امله ۲ ماشومان وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د پکتیا موقعیت

په پکتیا کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي چې په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دوه ماشومان د هاوان د یوې زړې مرمۍ په چاودنه کې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د پکتیا امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وايي چې چاودنه د ځاځي اریوب په مري خېلو سیمه کې هغه مهال وشوه چې دې ماشومانو د هاوان مرمۍ ته اور واچاوه.

بیان زیاتوي چې ټپي ماشومان روغتون ته لېږدول شوي دي.

زړې مرمۍ او ناچاودي مهمات او ماینونه له نږدې څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پاتې دي او وخت ناوخت ناوړه پېښې رامنځته کوي.