د افغانستان او انګلستان کرکټ سیالي؛ افغان لوبډلې ۱۱۳ منډې هدف وټاکه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي د لوبې پرمهال

افغانستان د انګلستان لپاره ۱۱۳ منډې هدف وټاکه.

په نږدې شلو اورونو کې ټول افغان لوبغاړي وسوځېدل.

د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډېرې منډې ابراهیم ځدراڼ وکړې چې په ۳۲ بالونو یې ۳۲ منډې ترسره کړې.

تر خوا یې عثمان غني دېرش منډې وکړې.

پاتې نور لوبغاړي په ډېرو کمو منډو اوټ شول او همدا لامل وو چې افغان لوبغاړو ۱۱۲ منډې وکړې او له مخکې تګ پاتې راغلل.

د انګلستان لپاره چټکو بالرانو ښه وړتیا وښوده.

له هغې ډلې د انګلستان چټک چپ لاسي بالر سم کوران پنځه ویکټې واخیستې.

مارک ووډ او بن سټوکس دوه دوه وېکټې ترلاسه کړې.

د افغانستان او انګلستان دا لوبه د اسټرالیا په پرټ ښار کې روانه ده.

افغانستان هېڅکله په نړیوالو جامونو کې انګلستان ته ماته نه ده ورکړې.

په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کال نړیوالو جامونو کې افغانستان او انګلستان سره مخ شوي وو چې دواړو کې یې انګستان بریا خپله کړې وه.