چارواکي: په بادغیس کې د چاودنې له امله ۳ ماشومان وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بادغیس ولایت موقعیت

په بادغیس کې د طالبانو امنیتي چارواکي په یوه چاودنه کې د درېیو ماشومانو د وژل کېدو خبره کوي.

د بادغیس د امنیې قومندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې دغو ماشومانو له یوې ناچاوده وسیلې سره لوبې کولې چې پرې چاودلی او ژوند یې له لاسه ورکړی.

په افغانستان کې د لسیزو جګړو په ترڅ کې د ښکېلو ډلو له خوا ایښودل شوي ماینونه او ناچاودې وسلې تراوسه د ملکي وګړو په تېره د ماشومانو پر وړاندې یو لوی ګواښ بلل کېږي.