د کرېکټ نړيوال جام؛ ايرلنډ ويسټ اينډيز ته ماتې ورکړه

د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام سيالۍ

ایرلنډ په نړیوال جام کې نن ویسټ اینډیز ته ماتې ورکړه او دا لوبډله له دې شکست سره له روانو لوبو بهر شوه.

په بله لوبه کې زیمبابوې سکاټلنډ مات کړ او له دې جام څخه یې بهر کړ.

ویسټ اینډیز هغه لوبډله ده چې تر اوسه یې د شل اورونو نړیوال جام دوه ځله ګټلی دی، خو دې لوبډلې نن له ایرلنډ څخه په نهو وېکټو ماتې وخوړه.

د شل اورونو د کرېکټ نړیوال جام لومړی ځل په ۲۰۰۷ کال کې پیل شو.

تر اوسه دا جام دوه ځله ویسټ اینډیز خپل کړی، له دې پرته هند، پاکستان، انګلستان، سرېلانکا او استرالیا یو یو ځل دا جام ګټلی دی.

د روان جام په بله لوبه کې نن زیمبابوې سکاټلنډ ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه چې له دې سره سکاټلنډ له دې جامه اوټ شو.

افغانستان سبا له انګلستان سره سيالۍ لري.

د نن ورځې له دې دوو نتیجو سره د غوره پړاو د دواړو ګروپونو لوبډلې بشپړې شوې.

د غوره لوبډلو په الف ګروپ کې افغانستان، انګلستان، نیوزیلنډ، استرالیا، سرېلانکا او ایرلنډ دي

په ب ګروپ کې هند، پاکستان، بنګله‌دېش، جنوبي افریقا، زیمبابوې او هالنډ سره یو ځای شول.

د دې پړاو لوبې سر له سبا پیلیږي.

د دې پړاو لوبې سر له سبا پیلیږي.

سبا به لومړۍ لوبه د کوربه استرالیا او نیوزیلنډ ترمنځ د کابل په وخت د ماسپښین په دولس نیمې بجې پیل شي، بله لوبه د افغانستان او انګلستان ترمنځ د کابل په وخت د مازدیګر څلور نیمې بجې شروع کېږي.

د کرېکټ د نړیوال جام لومړی پړاو لوبې نن پای ته ورسېدې اوس تر نیمه پایلوبې پورې د ټولو پاتې لوبډلو د مسابقو وختونه مشخص شول.

د افغانستان دوهمه لوبه د چهارشنبې په ورځ له نیوزیلنډ سره ده، یوه ورځ وروسته تر دې له ایرلنډ سره مسابقه لري او د خپل ګروپ دوې نورې لوبې یې بله میاشت د نومبر په لومړۍ له سرېلانکا سره او د نومبر په څلورمه له استرالیا سره ده.