له خپلو خلکو د ايران حکومت غوښتنه: اوکراين ته له سفر ډډه وکړئ

د ايران بيرغ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي چې اوکراین ته د جګړې د شدت او نا امنیو د زیاتېدو له امله له سفر څخه ډډه وکړي.

دغې وزارت نن په یوه اعلامیه کې په اوکراین کې مېشتو ایرانیانو څخه غوښتي چې د ځان د ژغورلو او خوندیتوب لپاره دې دغه هېواد پرېږدي.

پر اوکراین د روسې غیرموجه برید د فبروري په ۲۴مه څه باندې اته میاشتې وړاندې پیل شو.

له هغې را وروسته اوکرایني او روسې ځواکونه د اوکراین په خیتځ او سویل کې د یو بل پر وړاندې په سخته جګړه کې ښکېل دي.

روسیې په دې وروستیو کې پر ټول اوکراین او په ځانکړې ډول ددې هېواد پر پلازمېنه کیيف د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه ته زور ورکړی دی.

د امریکا متحدو ایالتونو د اکټوبر په شلمه وویل چې ایران د روسیې سره په اوکراین کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کوي.

سپينې ماڼۍ ویلي ایرانیان په کریمیا کې شته او له روسیې سره مرسته کوي چې اوکراین کې د ایراني بې پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي.