د پاکستان ټاکنو کمېسيون عمران خان د پنځه کلونو لپاره ټاکنو کې له نوماند کېدو منع کړ

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون نن (د اکټوبر ۲۱مه) دد ې هېواد پخوانی صدراعظم عمران خان د پنځو کلونو لپاره په انتخاباتو کې د ملکي څوکیو لپاره له نوماند کېدو منع کړ.

دې کمېسیون عمران خان تورن کړی چې د واکمنۍ پر مهال يې د دولتي مشرانو څخه ترلاسه کړي سوغاتونه په غیر قانوني ډول پلورلي دي.

د ياد کمېسیون چارواکو عمران خان په دې هم تورن کړی چې د دې سوغاتونو له پلورل څخه ترلاسه شویو پیسو په پټولو یې د منتخبو حکومتي چارواکو هغه ژمنه ماته کړې چې باید خپلې پانګې په ډاګه کړي.

د پاکستان حکومتي چارواکې اجازه لري څو له یو ټاکلي ارزښت کم سوغاتونه له ځان سره وساتي.

خو د عمران خان وکیل ګرهر خان ویلي، د انتخاباتو د کمېسيون دا پرېکړه به د پاکستان په ستره محکمه کې وننګوي.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د خان په اړه د جنايي قضیې د پرانیستلو حکم هم کړی دی.

د عمران خان د تحریک انصاف ګوند له خپلو ملاتړو غوښتي چې د انتخاباتو د کمېسيون پر دې پرېکړه د اعتراض لپاره به سوله‌يیز لاریونونه وکړي.