د اوکراين جګړې لپاره ټاکل شوی روسي قوماندان پر بشري سرغړونو تورن دی

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د اوکراين د جګړې لپاره ټاکل شوی قوماندان سیرګي سوروویکین

سیرګي سوروویکین هغه جنرال چې د ولسمشر ولادیمیرپوتین نوې ستراتیژي به په اوکراین کې پلې کوي د بشري حقونو د څار سازمان د یوه راپور په اساس په تاوتریخوالي او وحشیګرۍ کې نوم لري.

د راپور له مخې جنرال سوروویکین په سوریه کې د روسیې په پوځي عملیاتو کې پر ملکي وګړو په بمبارۍ او په ۱۹۹۱ کال کې په مسکو کې د پخواني شوروي د مشر میخاییل ګورباچوف پرضد د ناکامې پوځي کودتا چې د شوروي پرځېدل یې چټک کړل، د شنډولو پر مهال د درېیو ملکي وګړو په وژنه کې ونډه لرله.

اسوشیتیدپریس خبري اژانس راپور ورکوي چې په یوه بمي حمله کې د کریمیا د ټاپو وزمې او اوکراین ترمنځ د ستراتېژیک پله له الوزولو چې له کبله یې روسي ځواکونه له لوژستیکي خنډونو سره مخامخ شول او همدا راز په اوکراین کې د روسي ځواکونو له شاتګ وروسته ۵۶ کلن سوروویکین په اوکراین کې د روسي ځواکونو د قوماندان په توګه ټاکل شوی.

پر ستراتېژيک پل بمي بريد

د پوځي چارو د شنونکي احمدجان اندړ په باور د جنرال سوروویکین ټاکنه به دا جګړه اوږده کړي.

نوموړی وايي: "دا جنرال چې په سوریه کې یې هم ډېر وحشت او ظلم کړی د بشري حقونو له سرغړونکو څخه شمېرل کېږي. ده په ۱۹۹۱ کال کې کومه کودتا چې د میخاییل ګورباچف پر ضد وشوه، هلته هم ځینې معترضان وژلي دي. نو زه باور لرم چې د داسې یوه قوماندان ټاکنه به د جګړې دا لړۍ نوره هم اوږده کړي."

"د روسیې دا اقدام د دې څرګندوی دی چې غواړي په اوکراین کې هم د ظلم، وحشت او بربریت له لارې بریا ترلاسه کړي."

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې سوروویکین ظاهرا د ترلاس لاندې همکارانو په منځ کې ډېر محبوبیت نه‌لري.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې هغه خپل تر لاس لاندې یو پوځي وهلی ټکولی او یو بل یې په ډزو وژلی دی، خو څېړونکو په دواړو مواردو کې د سرغړونې شواهد نه‌دي موندلي.

مګر په عین حال کې د چیچنیا دیکتاتور مشر رمضان قادروف نوموړی د یوه واقعي او ځواکمن جنرال په توګه ستایلی دی.

د چیچنیا دیکتاتور مشر رمضان قادروف

د اسوشیتیدپریس خبري hژانس د راپور له مخې د بشري حقونو د څار سازمان په ۲۰۲۰ کال کې په خپل یو راپور کې سوروویکین د ولادیمیرپوتین او د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ترڅنګ د سوریې په ادلیب ولایت کې د روسیې د عملیاتو پر مهال له بشري حقونو په سرغړونو تورن کړی دی.

روسیې په وروستیو اوونیو کې په ټول اوکراین کې مرګونو حملو ته زور ورکړی چې د پوتین په وینا هدف یې په اوکراین کې د انرژۍ د تاسیساتو د بنسټونو او د پوځ د قوماندې د مرکزونو له منځه وړل دي.