مدثر: د خپل پوهنتون ټولګيوال چې وینم ښې وظيفې او ژوند لري ډېر ځورېږم

يو معتاد - ارشيف

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ مدثر په پولیتخنیک پوهنتون کې د لومړي کال محصل و چې انډیوالانو یې لومړی په سګرېټو او وروسته په ښیښه معتاد کړ.

مدثر وايي، هغه مهال مې نشه‌يي مواد نه پېژندل، د ناپوهۍ له امله معتاد شوم.

مدثر زیاتوي چې له پوهنتون څخه شړل کېدل او د فارغ شویو ټولګيوالو لوړې وظیفې او اقتصادي پرمختګ مې زښته ډېر ځوروي.

دی وايي، که مې نشه نه کولای اوس به له پوهنتون څخه فارغ او ښه وظیفه به مې درلودای.

دا چې مدثر د نشې له امله نور له څه ډول ستونزو سره مخ شوی دی؟ په دې اړه يې زموږ سره د زړه خواله کړې ده.

د نوموړي خبرې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مدثر: د خپل پوهنتون ټولګيوال چې وینم ښې وظيفې او ژوند لري ډېر ځورېږم