ایران کې د لاریونونو دوام؛ ایراني ځواکونو دوه فلم جوړونکي نیولي

ایران کې د روانو لاریونونو یو انځور

په ایران کې د اعتراضونو په ترڅ کې دوه ایراني فلم جوړونکي د دې هېواد د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې نیول شوي کسان نیک یوسفي او مژګان ایلان لو دي.

د یوسفي نږدې ملګرو ویلي چې هغه د اکټوبر په ۱۶مه نیول شوی دی.

نوموړي تېره اونۍ په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي و چې له تهرانه وتلی او خپل موبایل ټیلفون یې ګول کړی چې د امنیتي ځواکونو د اجنټانو له خوا ونه نیول شي.

مژګان چې مستند فلمونه جوړوي، له نیول کېدو مخکې یې یو تصویر پر خپلې شبکې، انسټاګرام کې خپور کړی و چې په کې ښکاري، له حجاب پرته د تهران په واټونو کې ګرځي راګرځي.

پرله پسې پنځه اونۍ کېږي چې په ایران کې د مهسا امیني په نوم د یوې ځوانې ښځې د وژل کېدو پر وړاندې چې امنیتي ځواکونه یې پر قتل تورن شوي، مظاهرې روانې دي.