سرچينې: پنجشېر کې لسګونه ښځو او سړيو د طالبانو ضد لاريون کړی

پنجشېر بازار - ارشيف

سيمه‌ییزې سرچینې وايي، نن په پنجشېر ولایت کې په لس هاوو ښځو او سړیو لاریون وکړ.

سرچینو ازادي راډیو ته وویل، خلکو د هغه څه له کبله چې دوی د طالبانو له لوري د پخواني جهادي قومندان قلندر بیک د زوی د وهلو ټکول بللي دي، په پریان ولسوالۍ په کورپیتاب کلي کې لاریون کړی.

تر اوسه د دې وهلو ډبولو علت روښانه نه‌دی.

سرچینو د امنیتي ګواښونو له امله د نوم د اخیستلو نه ډډه کړې او ويلي يې دي، طالبانو لاریون کوونکي ډبولي او د ولسوالۍ د مرکز پر لور يې د هغوی د تګ مخه نیولې ده.

یو له دې کسانو څخه وویل: "ما یو کس په کلینیک کې ولیده چې وهل ډبول شوی او شکنجه شوی و، لاس يې هم مات وو او د وهلو نښې په سر مخ او ملا باندې ښکاریدلې."

د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو په دې اړه د ازادي راديو تیلفوني اړیکې ځواب نه‌کړي.