پر اوکراين د بريدونو دوام؛ روسي ځواکونو پر ميکولايف سيمې هوايي بريدونه کړي

ډرون الوتکه

له یوې اوونۍ ډېره موده وشوه چې روسي پوځیان د اوکراین پر بېلابېلو سیمو پرله‌پسې هوایي بریدونه کوي.

د اوکراین پوځ وایي، يادو بریدونو د دغه هېواد د برښنا یو په دریمه برخه ستیشنونه ویجاړ کړي او پر څه باندې زرو ښارونو، ښارګوټو او کلیو باندې برښنا پرې شوې ده.

د اوکراین په جنوب کې د دغه هېواد د پوځ قومنداني ویلي، د تېرې شپې پر مهال یې د روسي پوځیانو ۱۲ بې پيلوټه الوتکې غورځولي دي.

دپوځ د قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ۱۱ بې پیلوټه الوتکې د هوایي دفاع ځواکونو او یوه هغه د اوکراین د ملي ګارد له خوا پرځول شوې ده.

د روسیې هوایي بریدونو پرون هم په کیف کې یو برښنا کوټ په نښه کړ چې درې کسان په‌کې ووژل شول.

پر کیف سربیره تېره ورځ په خارکیف او دنیپرو ښارونو کې هم د انرژۍ زیربناوې په نښه شوي دي.

د اوکراين د جګړې انځور

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي پرون په خپله شپنۍ وینا کې وویل، د روسیي هوایي بریدونو په تېره یوه اوونۍ کې د دغه هېواد ۳۰ سلنه برښنا کوټونه ویجاړ کړي دي.

د اوکراین د بېړنیو خدمتونو ادارې ویلي، دا مهال د دغه هېواد ۱۱۶۲ کلي برښنا نه‌لري.

زلنسکي ویلي، دا چې روسیه په جګړه کې له ایراني بې پيلوټه انتحاري الوتکو ګټه اخلي، دا د ده په ټکو دا معنا ورکوي چې د روسیې پوځي صنعت چې میلیاردونه ډالر پرې لګول شوي، له ماتې سره مخامخ دی.

ایران بیا دا رد کړې چې ګواکې دوی دې روسیې ته کامیکازه الوتکې ورکړي وي، کریملین هم د دغو الوتکو د کارونې په تړاو بې خبرې ښودلې ده.

په دې اړه نور: د ناټو سرمنشي: راتلونکو څو ورځو کې به اوکراين ته هوايي مدافع سيستم وسپارو

د برېتانیا استخباراتو بیا د اکتوبر په اتلسمه وویل، هغه بې پيلوټه الوتکې چې روسي ځواکونه کاروي، ایرانۍ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم تر دې یوه ورځ وړاندې وویل، ارزونو یې ښودلې چې پر کیيف هوایي برید کې ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې کارول شوي دي.

د سپینۍ ماڼۍ ویاندې کارین جین پيرې د ایران دا خبرې دروغ بللي چې ګواکې د دوی الوتکې دې د اوکراین په جګړه کې نه کارول کېږي.

پر اوکراین تر دغو هوایي بریدونو وروسته د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، متحدان به یې راتلونکو ورځو کې اوکراین ته د هوایي دفاع سیستمونه ولیږي.