د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبه د باران له امله ځنډېدلې ده

افغان کرېکټ ملي لوبغاړي

د استرالیا په بریسبن کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شل اورونو د کرېکټ تمریني لوبه د باران له امله درېدلې ده.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لومړی بیټنګ وکړ چې په ټاکلیو شل اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو یو سل او پنځه پنځوس منډې هدف وټاکه.

د افغانستان له لورې کپتان محمد نبي نیمه سلیزه پوره کړه، ابراهیم ځدراڼ پنځه دېرش او عثمان غني دوه دېرش منډې جوړې کړې.