د هوا پېژندنې ادارې نن په ۷ ولايتونو کې د سختو اورښتونو اټکل کړی

ارشيف

د افغانستان د هوا پوهنې ادارې نن په ۷ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او درنو سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

دغې ادارې پرون سه شنبې په یوه اطلاعیه کې ویلي، د ۲۴ ساعتونو لپاره په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، پنجشېر، نورستان او کونړ کې د اورښتونو اټکل شوی دی.

په دغو ولایتونو کې د اورښتونو اندازه له ۱۰ تر ۱۵ میلي مټرو اټکل شوې ده.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې تر سختو اورښتونو درانه سېلابونه وبهېدل چې خلکو ته یې د سر او مال زیانونه واړول.