د سويډن کمېټه: کليوالي خلکو ته اقتصادي برخه کې د همکارۍ زمينې برابروو

يو شمېر هغه افغانان چې مرستې ورسره شوې دي. ارشيف

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې بېلابېلو ادارو چې د بشري چارو په برخه کې مرسته کوي، روان میلادي کال له ۲۵ ملیون کسانو ته یو نه یو ډول بشري مرستې رسولې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا پرون سې شنبه په یوه ټویټ کې ویلي، دا مرستې کافي نه‌دي او ولسونه د ژوندي پاتې کېدو لپاره د ملاتړ څو پړاوونو ته اړتیا لري.

د دې ادارې په خبره له نړیوالو د غوښتل شوې بشري مرستې ۲ اعشاریه ۴۲ ملیارد ډالره لا هم نه‌دي ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د روان کال لپاره د څلور ملیارد او څلور سوه میلیون (۴،۴ میلیارد) ډالرو غوښتنه کړې وه، خو تر اوسه یې یوازې یو ملیارد او شا و خوا نهه سوه میلیونه (۱،۹ملیارد) ډالره ترلاسه کړي دي.

په دې اړه نور: ملګري ملتونه: يوازې بشري مرستې د افغانستان اقتصادي ستونزې نه‌شي حلولی

هره ورځ ګڼ اورېدونکي د افغانستان له بېلابېلو برخو د ازادۍ راډیو په پیغام ثبتوونکي ماشین کې د مرستو له نه رسېدو شکایتونه ثبتوي.

دغه کسان چې ډېری یې د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې ژوند کوي، وايي د دوی په سیمو کې د کار روزګار او اقتصادي ملاتړ زمینه نه‌ده برابره.

د ژمي په رارسېدو افغانستان کې خلک د لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه چې روانه اوونۍ یې په افغانستان کې د فعالیتونو ۴۰ کاله پوره شول وايي، په پام کې لري، په کلیوالو سیمو کې د بسیاینې لپاره د خلکو ملاتړ پراخ کړي.

د دې ادارې د پروګرامونو مرستیال، سید محسن هاشمي ازادۍ راډیو ته د خپلو پروګرامونو په باب وویل: "د کلیوالو خلکو لپاره د اقتصادي زمینو برابرول، هغوی ته د قرضو عرضه کول او د معلولیت لرونکو لپاره د بې سوده قرضو وړاندې کول، کلیوالو ته مختلف ظرفیت سازي، چې هغوی وکولی شي له خپلو سرچینو د خپلو اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار واخلي."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا (OCHA) ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې له بې‌وزلۍ سره د مخ کسانو شمېر ۹۷ سلنې ته لوړ شوی دی.