د محصلانو اعتراض: د کابل پوهنتون له ليليې څخه مو په زور يو شمېر ملګرې ويستل شوي

د کابل پوهنتون د يو شمېر محصلانو اعتراض

د کابل پوهنتون یو شمېر محصلانې ادعا کوي چې، د دې پوهنتون له لیلیې څخه يې یو شمېر ملګري ویستل شوې دي.

په لسګونو نجونو د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د خپلو ملګرو په اجباري ویستلو، نن د دې پوهنتون مخې ته اعتراض وکړ.

د دغو متعرضانو له ډلې يې ځينو ازداي راډیو ته وویل، په تېرو څو ورځو کې له ۵۰ ډېرې محصلې نجونې د کابل پوهنتون د لیلیې نه ویستل شوې دي.

"متاسفانه نن هم زموږ اعتراض د طالبانو له خوا تیت و پرک شو"

یو ډله د محصلانو ادعا کوي چې د کاج پر ښوونیز مرکز د برید وروسته يې ځینې ملګرې مسمومې شوي دي.

لیلا بسیم چې محصله ده او له ليليې ويستل شوې ده وايي، نن طالب سرتېرو ورته د اعتراض حق هم ورنه‌کړ.

نوموړې وايي: "متاسفانه نن هم زموږ اعتراض د طالبانو له خوا تیت و پرک شو او موږ ته اجازه رانه‌کړل شوه چې وړاندې لاړې شو. راغلل او زموږ شاوخوا يې ونیوله او موږ ته وویل چې باید خپل اعتراض ختم کړئ او لاړې شئ - حتی موږ ته يې اختطار راکړ چې موږ ممکن ستاسو په ګڼه ګوڼه کې انتحاري برید وشي."

د کابل پوهنتون يو شمېر محصلانې - ارشيف

په هغو ویډیوګانو چې په ټولنیزو رسنيو کې خپرې شوې، په لسګونه محصلانې ښکارې چې (زده‌کړه زموږ سره کرښه ده) شعارونه يې ځان سره لېږدول او په دغه اعتراض کې يې ګډون کړی و.

د اعتراض د خورېدو سربېره هغوی یو پرېکړه لیک صادر کړ او د طالبانو له حکومته او چارواکو يې وغوښتل چې ویستل شوې محصلانې دې بېرته خپلو درسونو او لیلیې ته پرېږدي.

د ننني اعتراض ګډون کونکو محصلانو د کار او زده‌کړې د حق غوښتنه هم کوله.

"په هماغه ورځ يې د کابل پوهنتون د محصلانو ډوډۍ مسمومه کړه ترڅو هغوی ونه شي کولي په اعتراض کې ګډون وکړي."

هغوی له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوله چې د افغانستان د نجونو او ښځو پر وړاندې دي ننګونو ته جدي پام او رسېدنه وکړي.

خو دغه قضیه په اصل کې له کوم ځایه پیل شوه؟

د کابل په دشت برچي سيمه کې پر کاج ښوونیز مرکز له برید وروسته چې نژدي ۶۰ تنه په‌کې ووژل شوې او له سلو زيات ټپيان شول د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې محصلانو اعتراضونه وکړل.

د کابل پوهنتون محصله لیلا بسیم ازادی راډیو ته د دې اعتراض د پیل په اړه داسې وویل: "پر کاج مرکز د برید په سبا یو عمومي اعتراض وشو، ښځې د اعتراض لپاره راووتلې او په بله ورځ يې د بلخ، هرات او کابل پوهنتونونو محصلانو غوښتل چې اعتراض وکړي، په هماغه ورځ يې د کابل پوهنتون د محصلانو ډوډۍ مسمومه کړه ترڅو هغوی ونه شي کولي په اعتراض کې ګډون وکړي."

پر کاج ښوونيز مرکز د بريد په غبرګون کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې نجونو او محصلانو لاريونونه وکړل

د طالبانو حکومت وايي، د محصلانو د ډوډۍ مسمولو ادعا ناسمه ده او ځیني محصلانې د ورستو شویو خواړو له کبله مسمومې شوې وې.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل، د محصلانو او د هغو د کړنو په اړه د پوهنتونونو ریاستونه پرېکړې کوي.

په تېرو ۱۴ میاشتو کې د طالبانو پر حکومت نیوکه دا ده چې د ښځو او نجونو حقونه يې تر ډېره محدود کړي دي.

"د محصلانو او د هغو د کړنو په اړه د پوهنتونونو ریاستونه پرېکړې کوي."

له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځو تړلي پاتي کېدل، په ځینو ادارو کې د ښځو پر کار محدودیت، له نجونو د ځینو پوهنځیو د انتخاب حق اخیستل او په ټوله کې په ښځو د حجاب اجباري کولو په کور دننه او بهر غبرګونونه راپورته کړي دي.

د طالب حکومت سره د تعامل لپاره د نړیوالې ټولنې له شرطونه څخه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو رعایت یاد شوي دي.

تېره سه شنبه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د طالبانو د یو شمېر مشرانو او چارواکو لپاره د ویزو د ورکړې د بندېدو اعلان وکړ او ويې ویل؛ طالبانو په خپل افراطي سیاست سره د ښځو حقونه نقض کړي دي.

د طالبانو حکومت ویلي وو، د امریکا د اقدام به په دوه اړخیزو اړیکو منفي اغېزه وکړي.