طالبان: کندوز کې د نښتې پر مهال پنځه وسله‌وال وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندوز ولايت موقعيت

په کندوز کې د طالبانو امنیتي چارواکي په یوه وسله‌واله نښته کې د پنځو وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ ویاند حافظ عبیدالله عابدې نن سه شنبې ازادي راډیو ته وویل، نن سهار ۷ بجې د کندز ښار د دویمې حوزې اړوند د سرک نو په سیمه کې د یوې پنځه کسیزې وسله‌والې ډلې او د دوی امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځه شوې.

نوموړی وايي، د نښتې په نتیجه کې هغه ۵ تنه وسله‌وال وژل شوي چې د دوی په خبره غوښتل یې عامه نظم ګډ وډ کړي.

د نوموړې په وینا، چې په دې نښته کې ملکي وګړو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

خو ښاغلي عابدې په ډاګه نه‌کړه، چې وژل شوي کسان په کومې ډلې پورې تړلي و.