د بشري حقونو تر دېرشو زياتو ډلو ايران کې د مظاهره چيانو ځپل غندلي

ايران کې لاريونونه

د بشري حقونو تر دېرشو زیاتو ډلو په ایران کې د مظاهره چیانو وژونکي ځپل غندلي دي.

د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان او نورو اړوندو بنسټونو په دې تړاو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

په ایران کې اعتراضونو له پنځو اوونیو راهیسې روان دي.

دوی په ظاهره د پولیسو تر شکنجې لاندې د مهسا امیني وژل غندي او د ښځو په وړاندې د حکومت د سختو تګلارو په مخالفت کې راپورته شوي.

په اوسلو کې د بشري حقونو یوې ډلې پرون دوشنبه وویل، د مظاهرو له پيله تر اوسه د ۲۷ ماشومانو په ګډون ۲۱۵ کسان وژل شوي دي.

اروپایي ټولنې هم د اعتراضونو د ځپلو په غبرګون کې د ایران د اطلاعاتو پر وزارت، د اخلاقي امنیت پر پولیسو او نورو لوړپوړو چارواکو بندیزونه اعلان کړي دي.