اوکراين د ۱۰۸ زنداني مېرمنو د خوشې کېدو اعلان کړی

ارشيف

اوکراین د لومړي ځل لپاره د ښځينه بندیانو په تبادله کې د ۱۰۸ مېرمنو د خوشې کېدو اعلان وکړ.

د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زلنسکي د دفتر مشر اندري یرمک په ټیلګرام کې ویلي چې دا تبادله د اکتوبر په ۱۷مه وشوه او ۱۰۸ ښځې خوشې شوي چې زیاتره یې د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو غړې دي.

دا په اوکراین د روسیې د یرغل له پیله د ښځینه بندیانو لومړنۍ لویه تبادله وه.

یرمک وویل، په خوشې شویو بندیانو کې ۳۷ تنه هغه ښځې وې چې د اوکراین په ماریوپول ښار کې د ازوفستال د فولادو په کارخانو کې د څو اونیو جګړو په ترڅ کې بند پاتې وې.

یرمک د خوشې شویو ښځو عکسونه هم خپاره کړي چې خوشاله ښکاري.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر رئیس د هغو روسي ښځو د شمېر او جزییاتو په اړه معلومات ورنه کړل چې دوی ورخوشې کړي او دا مسله یې حساسه وبلله.

د کییف او مسکو ترمنځ د بندیانو وروستۍ تبادله د اکتوبر په ۱۳مه وشوه چې ۲۰ اوکرایني پوځیان په‌کې شامل وو.

تر هغه دوه ورځې مخکې ۳۲ نور پوځیان هم په تبادله کې خوشې شوي وو.