ځدراڼ: په کار ده کورنۍ خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین بشپړ کړي

ارشيف

د طالبانو تر ولکې لاندې روغتیا وزارت وايي، د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې یې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین فرعي کمپاین پیل کړی.

ویل شوي په دې کمپاین کې به په ۱۹۴ولسوالیو کې شا و خوا ۶ ملیونه ماشومان واکسین شي.

په اوس وخت کې افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه پولیو په‌کې له منځه نه‌ده وړل شوې.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف له خلکو غوښتي چې خپل ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین کړي.

زموږ همکار، صالح محمد صالح د عمومي داخلې له متخصص، ډاکټر فریدون ځدراڼ څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، په افغانستان کې ولې لا هم د ګوزڼ یا پولیو ستونزه ختمه شوې نه‌ده؟

د ډاکټر فريدون ځدران مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ډاکټر فريدون ځدران مرکه