د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له طالب چارواکو سره ليدلي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا او د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا کابل کې له لوړ پوړو طالب چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي دي.

اوتنبایوا پرون یکشنبه د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا له مرستیالانو عبدالسلام حنفي او مولوي عبدالکبیر او وړمه ورځ د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره جلا جلا کتلي دي.

د طالبانو د ارګ مطبوعاتي ډلې او د بهرنیو چارو وزارت یې پر خپلو ټولنیزو پاڼو د دغو لیدو کتو انځورونه او خبرونه خپاره کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما ویلي، دې لیدو کتو کې د پر باور جوړونې، بانکي سیستم او د نجونو په ګډون د ټولو لپاره د ښوونې او روزنې پر اړتیا خبرې وشوې.

طالب چارواکو ویلي، اوس د دې وخت دی چې نړۍ او افغانستان یو بل سره نژدې شي او په خبره يې یوناما دا کار ښه کولای شي.