سنډې ګارډین: آر اې ټي ایس په افغانستان کې د تروریستي ډلو پر ضد اقدامات کوي

ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه

سنډې ګارډین:

سنډې ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د ګډو تروریستي ضد اقداماتو د پرېکړې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د شانګهای د همکارۍ سازمان سیمه ییز تروریستي ضد چوکاټ یا (RATS) اراده کړې چې په افغانستان کې د مېشتو تروریستي ډلو پر ضد ګډ اقدامات وکړي.

د ورځپاڼې پر اساس دا پرېکړه د آر اې ټي ایس د شورا په هغه غونډه کې وشوه چې هند یې کوربه و.

سنډې ګارډین لیکلي چې جګپوړو دیپلوماتیکو سرچینو ورته ویلي، په دې پرېکړه کې ډېره مهمه دا ده چې د افغانستان له خاورې د فعالیت کوونکو تروریستي ډلو د ځپلو لپاره په دغو ګډو اقداماتو کې پاکستان هم شامل کړای شوی دی.

دا به پاکستان، چې پوځ یې هلته د تروریستي دلو ملاتړ کړی دی، له عجیب حالت سره مخامخ کړي.

ورځپاڼه د دیپلوماتیکو سرچینو په قول زیاتوي، د ګډو اقداماتو په اړه د خبرو په لړ کې د هند په مشرۍ غړیو هېوادونو له پاکستانه وغوښتل چې په افغانستان کې د تروریستي ډلو پر ضد په جګړه کې لوی او لا مسوولانه رول په غاړه واخلي ځکه چې پاکستان د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ګاونډی دی.

له پاکستانه همداراز وغوښتل شول چې په سیمه کې د تروریزم پر ضد د شانګهای د همکارۍ سازمان د هیوادونو په ګډه جګړه کې ټوله ممکنه مرسته وکړي.

دیپلوماتیکو سرچینو ویلي چې پاکستان به ښايي دا پرېکړه لیک له دې کبله چې د شورا غړی دی، تصویب کړی وي، خو د اسلام اباد حکومت به خوشاله نه وي.

د منځنۍ اسیا یوه چارواکي سنډي ګارډین ته ویلي، د ګډو اقداماتو په اړه له پرېکړې وروسته به پاکستان او نور هېوادونه فرصت لري چې تروریستي ضد جبهه په تېره بیا په افغانستان کې جوړه کړي چې ویل کېږي تروریستي ډلې هلته د پاکستان د پوځ له لوري ساتل کېږي.

ده دا هم وویل چې پاکستان اوس دا چانس لري چې د دې ماموریت په اجرا کولو سره نړیوالې ټولنې ته ثابته کړې چې دا خبره سمه نه ده.

ایروایشیا ریفیو:

ایروایشیا ریفیو خپرونې د افغانستان د واخان پر اهمیت لیکنه خپره کړې ده.

د خپرونې له لیکنې سره سم، دا نرۍ تراډه د څلورو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لاره کېدای شي.

واخان چې د افغانستان په بدخشان ولایت کې دی، له چین، پاکستان او تاجکستان سره پوله لري.

د خپرونې پر اساس دا تراډه د لویې لوبې په مهال د بریتانیا او روسیې ترمنځ حایله سیمه ګڼل کېده.

سره له دې چې واخان د درو هېوادونو ترمنځ موقعیت لري خو د سړک د نه لرلو له کبله له پېړیو راهیسې له دې سیمې څخه د هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره کار نه اخیستل کېږي، خو د ۱۶۰۲ او ۱۶۰۶ کلونو ترمنځ پرتګالی سیاح مارکو پولو له دې لارې چین ته تللی و.

ایروایشیا ریفیو واخان د افغانستان لپاره د جیوستراتیژیک او جیوایکانومیک یا د اقتصادي او سیاسي جغرافیايي موقعیت له پلوه د افغانستان، پاکستان او چین لپاره خورا مهمه سیمه بللې ده.