د ایران په اوین زندان کې اورلګېدنه؛ د لوګیو له کبله ۴ کسان مړه شوي

په اوین زندان کې د تېرې شپې د اورلګېدو تر پېښې وروسته د ډزو او چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د ایران د قضایه قوې رسنیو نن راپور ورکړ، چې د تهران په اوین زندان کې تر اورلګېدنې وروسته د لوګیو له کبله ۴ کسان مړه شوي او ۶۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د میزان خبري اژانس په حواله، دغه څلور مړه شوي کسان د غلا په تور بندیان وو.

په دغه زندان کې د تېرې شپې د اورلګېدو تر پېښې وروسته د ډزو او چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

په اوین زندان کې سیاسي بندیان او د حکومت ضد معترضان ساتل کېږي.

د امریکا متحدو ایالتونو دغه زندان په ۲۰۱۸م کال کې له بشري حقونو د سرغړونو له کبله په تور لېست کې شامل کړ.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په یوه ټوېټ کې ویلي وو، چې دوی په اوین زندان کې روان وضعیت په دقت څاري.

هغه ویلي د سویس له حکومت سره چې په ایران کې د امریکا د ګټو ساتونکی دی، په تماس کې شوي او د ایران حکومت د هغو امریکايي وګړو د خوندیتوب مسوولیت لري چې له دلیل پرته بندیان شوي او ژر تر ژره باید خوشې شي.