په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام نن د خوړو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، نړۍ دا مهال په معاصر تاریخ کې د خوړو له تر ټولو پراخ بحران سره مخامخه ده.
دغې ادارې نن په خپل رسمي ټوېټر کې لیکلي، تر هغو چې په ګډه اقدام نه وي شوی، په میلیونونو کسان به د پراخېدونکې لوږې له خطر سره مخامخ شي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې روان کال یې په افغانستان کې له څه باندې ۲۱ میلیونو زیانګالو کسانو سره د خوړو مرسته کړې ده.