ملګري ملتونه د ژمي تر اخره څه باندې ۱۵ میلیونه افغانانو سره مرستې کوي

ارشیف

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ژمنه کوي چې د ژمي تر اخره به له څه باندې ۱۵ میلیونه افغانانو سره په افغانستان کې د خوراکي موادو مرستې وکړي.

په افغانستان کې د ډبلیو ایف پي ویاند وحید الله اماني ازادي راډیو ته وویل: "د خوراکي توکو په دغو مرستو کې د یوسل او پنځوس زره ټنه شاوخوا د خوراکي موادو ذخیره کول په هغو لرې پرتو سیمو کې شامل دي چې د ژمي په موسم کې یې لارې بندېږي."

نن د اکټوبر ۱۶مه د خوړو نړیواله ورځ ده.

په افغانستان کې د راپورونو له مخې تر ۱۹ میلیونه ډېر کسان بشپړ خواړه نه لري او ۶ میلیونه افغانان د قحطۍ په درشل کې دي.