د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د امریکا سفیر احضار کړی

د اسلام اباد یوه څنډه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پرون د امریکا د متحدایالتونو د سفیر د احضارولو خبر ورکړ.

جو بایډن د پنجشنبې په ورځ د امریکا د منځمهاله انتخاباتو لپاره د ډیموکرات ګوند د کمپاین کمېټې ته د وینا پرمهال وویل چې پاکستان ښایي نړۍ یو له خطرناکو هېوادونو څخه وي ځکه چې اټومي وسلې یې هېڅ راز انسجام نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري پرون په کراچۍ کې د خبرې غونډې پرمهال وویل چې د امریکا د جمهور رییس خبرو هیښ کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري

زرداري وویل: "زه د ولسمشر بایډن څرګندونو حیرانه کړی یم. زه باور لرم چې دا په حقیقت کې یو ډول سو تفاهم دی چې د نه تعامل له کبله رامنځته کېږي."

بلاول بوټو زرداري زیاته کړه چې له کومه ځایه چې موضوع د پاکستان د اټومي تاسیساتو د خوندیتوب او امنیت په اړه وي، دوی د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره سم ټول نړیوال معیارونه عملي کړي دي.

د ولسمشر بایډن د خبرو متن د سپینې ماڼۍ په ویبپاڼه کې خپور شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ده په وروستي سفر کې چې واشنګټن ته یې درلود د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په ګډون یې له نورو چارواکو سره وکتل او هلته د پاکستان د اټومي وسلو په اړه اندېښنه ورسره شریکه نه شوه.

بوټو زرداري زیاته کړه چې دی داسې فکر نه کوي چې د متحدایالتونو د سفیر احضارول به د اسلام اباد او واشنګټن پر اړیکو منفي اغېز وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې چارواکي کولی شي چې د اټومي پروګرام په اړه د واشنګټن ځانګړې اندېښنې حل کړي.

د رویټرز اژانس په باور د واشنګټن او اسلام اباد اړیکي چې له څو کلونو راهیسې تودې نه وې، تازه په ګرمېدو وې.