په بلخ او غزني کې له بېوزلو کورنیو مرستې شوي

ارشیف

د افغاني سرې میاشتې ټولنه په بلخ او غزني ولایتونو کې پر سلګونو بېوزلو کورنیو د مرستو د وېشلو خبر ورکوي.

دغې ټولنې پرون په څو ټوېټونو کې ویلي چې د بلخ ولايت د دهدادي ولسوالۍ په بېلابېلو کليو کې یې ۸۰۰ بېځایه شويو، بېوزله او وچکالۍ ځپلو کورنيو ته مرستې رسولي دي.

دې ټولنې همدارنګه ویلي چې د غزني ولایت په مرکز او ګیلان ولسوالۍ کې یې پر زرو سېلاب ځپلو کورنيو مرستې ووېشلې.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، دغه مرستې د ترکیې له خوا شوې او هرې کورنۍ ته ۷۵ کیلوګرامه اوړه او یوه بسته ژمني توکي ورکړل شوي دي.