په افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې لپاره د ګډو همکاریو سند تصویب شو

ارشیف: د شانګهای سازمان د مشراو ګډ انځور

د شانګهای د همکارۍ سازمان یو شمېر غړیو په افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې لپاره د ګډو همکاریو سند تصویب کړ.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، په شانګهای تړون کې له سیمه ییز تروریزم سره د مبارزې جوړښت په نوم یوې ادارې پرون جمعه په دې هدف په نوي ډیلي کې غونډه وکړه.

د هند د ملي امنیت سلاکار ویلي چې دا سند د هغو تروریستي تنظیمونو پر وړاندې چې په افغانستان کې فعالیت کوي، تصویب شوی دی.

د هندي رسنیو پر اساس، د نوي دیلي په پرونۍ غونډه کې د چین او هند استازو هم برخه لرله.