چارواکي: زرګونه روسي سرتېري بېلاروس ته ځي

د بېلاروس واکمن الکساندر لوکه شینکا

د بېلاروس یو جګپوړی چارواکی وایي، په نږدې ورځو کې به د روسیې په زرګونو سرتېري دې هېواد ته دننه شي چې یوه سیمه ییزه ګډه پوځي ډله جوړه کړي.

د بېلاروس د پوځ د لوی درستیز مرستیال ویکتار تومار پرون جمعې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د یوه ګډې پوځي ډلې د جوړو پر سر یوه موافقه نهایي شوې او روسیه به یې د ملا تېر حیثیت لري.

پرون د ورځې په پیل کې د بېلاروس واکمن الکساندر لوکه شینکا ویلي و چې د بېلاروس اویازره سرتېري به د روسیې له لسو زرو تر پنځلسو زرو سرتېرو سره په دغه ګډه پوځي ډله کې شامل وي.

بېلاروس د اوکراین په جګړه کې د روسیې کلک ملاتړ کړی دی.