د مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود سره د 'افغانستان د وضيت په اړه' خبرې کړې دي.
ښاغلي محب نن پر خپل ټويټر ليکلي چې له ښاغلي مسعود سره د خبرو اصلي تمرکز يې پر ولسواکۍ او جمهوري نظام ته پر ستنېدلو و چې د ده په وينا پهکې د ملي بيرغ په ګډون ملي ارزښتونه خوندي وي.
له سیاسیونو سره د خبرو په لړ کې مې له ښاغلي احمد مسعود سره د هیواد پر وضعیت خبرې وکړې. د خبرو اصلي تمرکز مو ولسواکۍ او جمهوري نظام ته پر ستنېدلو و، چې په هغهٔ کې د ملي بیرغ په ګډون ملي ارزښتونه خوندي وي. پر دې مو ټینګار وکړ، چې د اوسنۍ معضلې د حل لپاره سیاسي اجماع ته اړتیا ده.
— Hamdullah Mohib (@hmohib) October 14, 2022
د ده په وينا، له احمد مسعود سره په خبرو کې "دواړو پر دې ټينګار کړی چې د افغانستان د اوسنۍ معضلې د حل لپاره سياسي اجماع ته اړتیا ده".
احمد مسعود يا د ده تر مشرۍ لاندې د ملي مقاومت جبهې تر اوسه د ښاغلي مسعود او محب د خبرو په اړه څه نهدي ويلي.