ايلن ماسک شرکت: نور اوکراين ته وړيا انټرنټ نه‌شو ورکولی

ارشيف

د ایلن ماسک شرکت، سپېس ایکس، چې د سپوږمکۍ له لارې مځکې ته انټرنټ رسوي، وايي چې نور اوکراین ته وړیا انټرنټ نه‌شي ورکولی.

ياد شرکت د امریکا له دفاع وزارته غواړي چې اوکراین ته د سپوږمکۍ له لارې د انټرنټ لګښت ورکړي.

د سپېس ایکس کمپنۍ د سپوږمکۍ له لارې انټرنټي خدمات په داسې حال کې چې د روسیې د یرغل له کبله د دغه هېواد د ټیلفون او انټرنټ شبکې پرچاو شوې، د اوکراین د پوځ لپاره د ارتباطاتو په خاطر مهمه او حیاتي سرچینه ګڼل کېده.