امريکا د ايران خلکو ته د انټرنټي اسانتياو د برابرولو هڅه کوي

مهسا اميني، هغه چې وژنې يې ټول ايران کې لاريونونه راوپارول

د امریکا حکومت وايي، هڅه کوي چې په ایران کې خلکو ته انټرنټ برابر کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي پرون ناوخته وویل، د امریکا د ټکنالوژۍ صنعت هلې ځلې کوي چې ایرانیانو ته انترنیټ مهیا کړي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي و چې، د انترنیټ له یو شمېر کمپنیو څخه یې غوښتي چې د ایران خلکو ته د انترنیټي خدماتو د وړاندې کولو په اړه د ولسمشر جو بایډن له اجازې ګټه واخلي.

د ایران حکومت د مظاهرو او اعتراضونو د مخنیوي لپاره وېبپاڼې بلاک کوي او د انترنټ سرعت ورو کوي.