د سره صليب نړيواله کمېټه: ماينونه او ناچاوده توکي افغانانو ته جدي ګواښ دی

ارشيف

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، ماینونه او ناچاودلې وسیلې د افغانستان خلکو ته جدي خطر پېښوي.

دې کمېټې پرون (پنجشنبې) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د سږ کال له جنورۍ څخه په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودلو وسیلو د چاودنو له کبله څه باندې ۹۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دې کمېټې په وینا د ماینونو او ناچاودلو وسیلو تقریباً نیمایي قربانیان ماشومان دي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه د ناچاودو وسیلو پاکول د ټولو د ژوند لپاره ضروري بولي.