له اوکراين سره د متحدينو د پوځي مرستو له اعلان وروسته روسيې پر کييف بريدونه کړي

پر اوکراين د روسيې بريدونه

د اوکراين متحدينو له کييف سره د نورو پوځي مرستو اعلان کړی دی.

یوه ورځ وروسته له دې چې د ملګروملتونو عمومي اسامبلې د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره د روسیې له‌خوا له خپلې خاورې سره د اوکراین د سیمو یو ځای کول غیر قانوني وبلل او د اوکراین متحدینو له کییف سره د نورو پوځي مرستو ژمنه وکړه.

له پوځي مرستو ژمنو وروسته سملاسي روسیې د اوکراین د پلازمېنې په سیمه کې پر اساسي بنسټیزو تاسیساتو او پر جنوبي ښار میکولاییف توغندویي بریدونو ته دوام ورکړ.

د دغو بریدونو د احتمالي تلفاتو په اړه تر اوسه راپورونه نه‌دي ورکړل شوي.

پر اوکراین د روسیي له‌خوا د وروستیو راکټي بریدونو له تېزېدو سره د ملګروملتونو د ۱۹۳ کسیزې عمومي اسامبلې له څه باندې دوه برخه غړیو پرون چهارشنبې هغه پرېکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه چې د مسکو له خوا د اوکراین د څلورو سیمو الحاق غیر قانوني بولي.

په عین حال کې د اوکراین د تماس د ډلې له څه باندې پنځوسو هېوادونو پرون په بروکسل کې اعلان وکړ چې اوکراین ته به د هوایي مدافعې ضد نوې وسلې او نورې پوځي مرستې ورکړي.