يوه پاکستانۍ کمپنۍ د افغانستان برېښنا توليد برخه کې پانګونه کوي

ارشيف

د پاکستان د تېلو او ګازو یوې خصوصي کمپنۍ په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

د (OGIL) په نوم د تېلو او ګازو د پانګونې شرکت یوه پلاوي پرون په کابل کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر ملاعبدالطیف منصور سره په کتنه کې وویل چې، په افغانستان کې د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره پانګونې ته لېوالتیا لري.

افغانستان هغه هېواد دی چې د برېښنا د توليد برخه کې ستونزې لري او په ډېری سيمو کې يې خلک له برېښنا بې برخې دي.

د کابل په ګډون د ډېرو لويو ښارونو برېښنا وارداتي ده.