ایکانومېسټ: د افغانستان مرکزي بانک د سیاسي لوبې یرغمل دی

د افغانستان بانک

ایکانومېسټ:

د ایکانومېسټ مجلې په خپلې وروستۍ ګڼې کې لیکلي، په افغانستان کې شل میلیونه وګړي د قحطۍ پر درشل ولاړ دي، خو د دې هېواد مرکزي بانک د سیاسي لوبې یرغمل دی.

د لیکنې لیکوال ډان ویلمیز لیکي، هغه له ۲۰۰۵م کال راهیسې په افغانستان کې کار کړی او په وروستیو کې یې د دې هېواد د اقتصادي بحران په اړه تحقیق کړی دی.

د لیکوال په وینا د افغانستان په بازارونو کې ډېر خلک د پولي ثبات په اړه نه پوهېږي، خو له نشتوالي یې کړېږي.

هغه لیکي د افغانستان بانک اوه میلیارده ډالره پانګه د امریکا په مالي ادارو کې بنده پاتې او له دوه میلیارده او سل میلیونو ډالرو زیاته نوره پانګه یې د اروپا او منځني ختیځ په بانکونو کې کنګل ده.

د مجلې په وینا د امریکا او طالبانو ترمنځ د جګړې پر ډګر دښمنۍ ته په پام د حیرانتیا ځای نه دی چې امریکا چمتو نه شوه څو د افغانستان کنګل شوې پیسې طالبانو ته ورکړي.

اوس یې په سویس کې یو بل بنسټ انتخاب کړی چې درې نیم میلیاره ډالره هلته واستوي څو د افغانستان بېړنۍ اړتیاوې لکه د برښنا او انرژۍ د بېلونو ورکول، د نویو پیسو چاپ او د خلکو نورې ستونزې پرې تر یو حده هوارې کړي.

خو د مجلې په وینا دا هم یوه بله ستونزه رامنځته کوي، ځکه په سویس کې همدا بنسټ چې امریکایان او افغانان یې مسوولیت پر غاړه لري، په لنډمهاله توګه ښايي ستونزې هوارې کړي، خو په اوږده مهال کې ممکنه ده چې د افغانستان بانک تر څنګ خپله په یو موازي بانک بدل شي چې دا به د افغانستان لپاره یو بل ناورین رامنځته کړي.

د ایکانومېسټ مجلې ددې لیکنې په یو بله برخه کې لولو، ددې تمه چې د جګړې د ډګر دوه دښمنان دې داسې زر د یو بل ترڅنګ ودریږي ښايي ستونزمنه وي، خو د افغانستان د خلکو د ستونزو د هواري لپاره هغوی کولی شي د اقتصاد په برخه کې خپلو کې یوه همکاري رامنځته کړي.

امریکن پراسپیکټ:

د امریکن پراسپیکټ خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې ځانوژونکو بریدونو او د سېلابونو او زلزلو په څېر طبیعي ناورینونه ته چې افغانان یې ځپلي اشاره کړې او زیاتوي، د دې ټولو ستونزو ترڅنګ افغانان له اقتصادي ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دي.

د خپرونې په وینا ډیر افغانان د دې هېواد د مرکزي بانک د پانګې کنګلېدل د دوی د مجازات لپاره یو عمومي اقدام ګڼي.

لیکوال همدارنګه استدالال کوي چې داسې اقدامات به خلک طالبانو ته نږدې کړي.

خپرونه وايي، افغانستان له اقتصادي بحران، اقلیمي بدلون او سیاسي ناارامۍ سره مخ دی، ټول اوسني نسل یې په جګړه کې ژوند کړی او سولې سره اشنايي نه لري.

د لیکوال په باور په داسې یو وضعیت کې به د افغانستان منزوي کول او د دې هېواد خلکو ته د بېړنیو نړیوالو مرستو نه رسېدل د افغانستان راتلونکی تیاره کړي.